کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال دفتر نن یکشنبې د غوايي ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې ملا عبدالغني برادر اخوند نن بغلان ولایت کې د سیمه ییزه چارواکو، د ژوغورنې ټیمونو او مرستندویه بنسټونو له استازو سره وکتل.
د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د بغلان ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو په درملنه او د لنډ مهاله سرپناه جوړلو باندې ټینګار وکړ.
ملا برادر تېره شپه بغلان ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت له سیمه ایزو چارواکو سره په کتنه کې وویل: د اسلامي امارت د عالي کمېسیون له خوا د پیښو د څېړلو، د ټپیانو د ژغورنې، درملنې او د بیړنیو خوراکي توکو د رسولو، د سرپناه، د مرستو د جلب او جذب بسپنه او تدفین په موخه کمیټې جوړ شوي او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي.
د پیغام پای/
Your Comment